د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې پارلمان ړنګ کړی شو
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې پارلمان نن ړنګ کړی شوی او ګورنر حاجي غلام علي د اعلي وزیر محمود خان لخوا د پارلمان د ړنګولو لیک لاسلیک او تائید کړ.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې پارلمان نن په داسې حال کښې ړنګ کړی شوی چې څو ورځې مخکې د پنجاب صوبې پارلمان هم ړنګ کړی شوی و.
دا په داسې حال کښې دي چې د تحریک انصاف مشر عمران خان ژمنه کړي ده چې ځان له اوسني فاسد سیاسي نظام څخه لیرې وساتي او په پنجاب او خیبر پښتونخوا صوبو کښې یې چې د ده ګوند پکښې واکمن وو پارلمانونه ړنګ کړي دي.
ویل کیږي چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې پارلمان د اساسي قانون د یوسل دولسمې مادې د لومړۍ مادې پراساس ړنګ کړی شو.
د قانون پراساس د پاکستان د صوبې ګورنر صوبايي پارلمان د اعلي وزیر په وړاندیز پارلمان ړنګولی شي.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې موقته اعلی وزیر به د استعفا شوي اعلی وزیر محمود خان او د حکومت د مخالف ګوند له مشر اکرم خان دراني سره له سلا مشورې وروسته وټاکل شي.
د خیبر پښتونخوا صوبې ګورنر حاجي غلام علي له اعلي وزیر محمود خان او اکرم دراني څخه وغوښتل چې د جنورۍ د میاشتې تر یویشتمې نیټې پورې د د موقته اعلی وزیر د جوړیدا لپاره د کاندیدانو نومونه ورکړي.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا د نوي موقته اعلی وزیر تر ټاکل کیدا پورې به استعفا شوی لومړی وزیر محمودخان خپلې دندې ته دوام ورکړي.
بیګا شپه د خیبر پښتونخوا صوبې اعلی وزیر محمود خان ګورنر حاجي غلام ته وړاندیز وکړ چې پارلمان ړنګ کړي.