شهباز شریف د پاکستان او د هند د خبرو غوښتنه وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د هندوستان لومړي وزیر ناریندرا مودي ته وړاندیز وکړ چې د متحده عربي اماراتو په مینځګړیتوب سره د کشمیر د شخړې په شمول د دواړو هیوادونو ترمینځ د پاتې مسائیلو په هکله خبرې اترې پیل کړي.
شهباز شریف د عربستان له العربیه ټیلي ويژن سره په مرکه کښې چې د پاکستان له حکومتي ټيلي ویژن بیا خپره شوه وویل د هندوستان لومړي وزیر ناریندرا مودي ته زما پیغام دا دی چې د کشمیر په شان د دوه اړخیزه حساسو مسائیل د حل لپاره خبرې وکړو.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ټینګار وکړ چې د دواړو هیوادونو ترمینځ جنګ له بې وزلۍ او بیکارۍ پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلي.
سره له دې په هغه بیانیې کښې چې له دغه مرکې وروسته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له دفتر څخه خپره شوه ویل شوي دي دا ډول خبرې به یوازې هغه وخت امکان ولري چې هندوستان د کشمیر د کورواکۍ حالت چې په دوه زره نولسم میلادي کال کښې یې لغو کړ یو بیرته ستون کړي.
په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي چې د هندوستان لخوا د دغه شرط له منلو پرته به خبرې امکان ونلري.
هندوستان تراوسه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د دغه وړاندیز په هکله څه نه دي ویلي.
هندوستان په تیرو وختونو کښې په ځلونو د کشمیر د حالت په هکله د پاکستان په وړاندیزونو سترګې پټې کړي دي.