بلوچستان کښې د اورګاډي مخې ته چاودنه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i126520-بلوچستان_کښې_د_اورګاډي_مخې_ته_چاودنه_شوې
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د یو اورګاډي په لاره کښې د بم د چاودنې له امله اورګاډی له پټلې وتلی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2023 13:51 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د یو اورګاډي په لاره کښې د بم د چاودنې له امله اورګاډی له پټلې وتلی دی

مهر خبري آژانس د پاکستاني رسنیو له قوله لیکلي چې د بلوچستان صوبې په بولان سیمه کښې د جعفر ایکسپریس اورګاډي په پټلۍ باندې د بم د چاودنې له امله د اورګاډي انجڼ او اووه ډبۍ له پټلۍ کوزې شوي او اوړیدلې دي.

د خبر له مخې په دغې پیښې کښې اوه تنه ژوبل شوي دي.

دغه چاودنه د بولان په پنیر سیمه کښې رامینځته شوې ده. د بولان سیمې کمشنر آغا سمیع ا... دغه پیښه تایید کړې او وايي چې پیښه په غریزې سیمې کښې رامینځته شوې چې له امله یې د مرستندویه ډلو کار له سختۍ سره مخامخ شوی دی.