پاکستان د افغانستان په خاورې کې دعملیاتو نیت نه لري
بلاؤل زرداري له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره دطالبانو له حکومت سره ملګرتیا اوتعامل په ضرورت په ټينګار سره زیاته کړې ده،د افغانستان په خاورې کې د ترهه ګرۍ د نابودلو لپاره له طالبانو څخه د ملاتړ ټاکنې ته ترجیح ورکوو.هغه دوه میاشتې مخکې وئيلي وو ،پاکستان له پولې ورآخو ترهه ګرۍ په ضد د مستقیم اقدام حق دځان لپاره محفوظ ګڼي.
د پاکستان خارجه وزیر بلاؤل بوټهو زرداري ددې خبرې په کولو سره چې ممکنه ده ،دافغانستان په خاورې کې دترهه ګرو ډلو په ضد اقدام وکړي،ووئيل، په عین حال کې اسلام اباد په افغانستان کې د عملیاتو د ترسره کیدا نیّت نه لري.
په تیرو دوو میاشتو :ې د پاکستان په مختلفو سیمو کې د ترهه ګرو حملو زیاتیدا سره ،د اسلام اباد چارواکو په کرتو د افغانستان د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان ترهه ګرې ډلې وګړو ته په پناه ورکولو تورن کړی دی. یوه داسې ادعا چې د افغانستان طالبان ئې ردوي.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ،بلاؤل بوټهو زرداري د سویس د ډاؤس غونډې په څنډې کې روښانه کړې ده، له پولې ورآخوا ترهه ګرۍ د مخنیوي نه کیدا په بڼه کې دافغانستان په خاورې کې د ترهه ګرو ډلو ټپلو په ضد د پاکستان نیغ په نیغه اقدام په دې معنا نه دی چې پاکستان به په افغانستان کې سرحدي عملیات ترسره کړي.
بلاؤل زرداري له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره دطالبانو له حکومت سره ملګرتیا اوتعامل په ضرورت په ټينګار سره زیاته کړې ده،د افغانستان په خاورې کې د ترهه ګرۍ د نابودلو لپاره له طالبانو څخه د ملاتړ ټاکنې ته ترجیح ورکوو.هغه دوه میاشتې مخکې وئيلي وو ،پاکستان له پولې ورآخو ترهه ګرۍ په ضد د مستقیم اقدام حق دځان لپاره محفوظ ګڼي.
د پاکستان خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې د ترهه ګرو ډلو ټپلو په باب د پاکستان داوسني سیاسی او پوځي مشرانو دریځ روښانه دی، ووئيل، له هغو ترهه ګرو ډلوټپلو سره چې د مونږ د اساسی قانون واو نورو قوانینو ته داحترام په سترګه نه ګوي ،دخبرواترو هیڅ امکان نشته، ډاډمن یم چې که دافغانستان له موقته حکومت سره چې پر دغو ډلو ټپلو نفوذ لري،کار وکړئ شو ،نو دخپل امنیت په ساتنې کې به بریالي وو.