له هندوستان سره دوه اړخیزې اړیکې بندون ته رسیدلې دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i126898-له_هندوستان_سره_دوه_اړخیزې_اړیکې_بندون_ته_رسیدلې_دي
د پاکستان د خارجه وزارت صلاحکار وزیرې له هندوستان سره د خپل هیواد په دوه اړخیزو اړیکو کښې د بندون خبر ورکړ
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jan 27, 2023 04:14 Asia/Kabul
  • له هندوستان سره دوه اړخیزې اړیکې بندون ته رسیدلې دي

د پاکستان د خارجه وزارت صلاحکار وزیرې له هندوستان سره د خپل هیواد په دوه اړخیزو اړیکو کښې د بندون خبر ورکړ

ډان نیوز خبري سایټ رپورټ ورکړی چې حنا رباني کهر پرون د پاکستان په سینټ کښې په خپله وینا کښې وویل: د اسلام آباد او نوي ډیلي د حکومتونو ترمینځ هیڅ پټه ډیپلماسي نشته.

میرمن حنا رباني کهر زیاته کړه: دمګړۍ د پاکستان او هندوستان ترمینځ سفارتي اړیکې محدودې شوې دي او د دواړو ګاونډي هیوادونو د خلکو ترمینځ اړیکې هم ترټولو ټیټې سویې ته رسیدلې دي.

دغې پاکستاني چارواکې څرګنده کړه: په تیرو څو کالو کښې په دوه اړخیزو اړیکو کښې له موجودو مسائلو سره سره دا پاکستان و چې د صلحې په لړ کښې د کرتارپور د مذهبي دهلیز د پرانستلو او د سرحدي کنټرول لاین په خواوشا کښې د اوربند په شمول د دوو تړونونو د لاسلیکولو لپاره مخکښې شوی دی.