د پاکستان او د ترکیې ګډه پوځي مانوره پیل شوه
زمونږ خبریال راپور راکړی د اتاترک دولس په نوم د ترکیې او د پاکستان د پوځ د ځانګړیو ځواکونو ګډه پوځي مانوره پیل شوه.
پاکستان له ترکیې سره نږدې اړیکې لري او له تیرو کلونو راهسې په بیلابیلو سیاسي ، پوځي او امنیتي حوزو کښې د دواړه هیوادونو ملګرتیاو ته د حکومتي چارواکو ډیر پام اوښتی دی.
د پاکستان پوځ په یوې بیانیې کښې وویل د ترکیې له ځواکونو سره د ګډې پوځي مانورې د پرانیستلو مراسم پرون د اسلام اباد په یوسل پینځه کلومیټرۍ کښې په تربیلا سیمه کښې د پوځ د ځانګړیو ځواکونو یعني ایس ایس جي (SSG)په اصلي مرکز کښې ترسره شول.
د پاکستان او د ترکیې ګډه پوځي مانوره به څوارلس ورځې دوام ولري او د دواړو هیوادونو ځواکونه د نویو جنګي ټیکنالوژیو په هکله خپل مهارتونه ، د ترهګرۍ ضد عملیات، د نامنظم جنګ عملیات او د چاودیدونکو موادو د کشفولو عملیات او له یرغمل نیونکو سره د مقابلې کولو او د یرغمل نیونکو د خوشي کولو عملیات اجرا کوي.
ترکیه د کشمیر د موضوع په شمول د پاکستان د سیمه ییزو دریځونو یو قوي پیاوړی ملاتړی هیواد ګڼل کیږي.