پاکستان کښې د پولیسو په مرکز بیا برید شوی
زمونږ خبریال راپور راکړی د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې غړیو بیګا د پنجاب صوبې په میانوالي سیمه کښې د پولیسو په یوه مرکز برید وکړ.
د پاکستان پولیسو ادعا وکړه چې په میانوالي سیمه کښې د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې حمله یې په شا تمبولي ده.
دغه حمله په دې وجه اهمیت لري ترهګر چې تراوسه یې د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبې او له افغانستان سره په ګاونډیو سیمو کښې د پولیسو په مرکزونو او د پلټنو په پوستو بریدونه کول اوس په هیواد کښې د ترهګرۍ له بیا پیلیدا وروسته د لومړي ځل لپاره په پنجاب صوبې کښې د پولیسو په یوه مرکز برید کوي.
د پاکستان د پنجاب صوبې د پولیسو انسپکټر جنرال ډاکټر عثمان انور تائید کړه چې نن سهار وختي د تحریک طالبان پاکستان ډلې وسله والو کسانو په میانوالي کښې د پولیسو په مرکز د حملې مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.
هغه وویل چې د پاکستان د پنجاب صوبې د لاهور او پنجاب د پولیسو د ترهګرې ضد د ادارې په غړیو سربیره د میانوالي د ډیره غازي خان او د سرګودها دریو سیمو د پولیسو ټیمونه د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې پرضد د سترو عملیاتو د پیلولو لپاره هلته رسیدلي دي.
دا په داسې حال کښې دي چې وړمه ورځ هم د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې په پیښور کښې د پولیسو په مرکز کښې په یوه جومات کښې بم چاودنه کړي وه چې تراوسه پکښې سل کسان وژل شوي او یوسل شپیتو څخه زیات ژوبل شوي دي.