ګلګت کښې ټرافیکې پیښې ګڼ شمیر کسان وژلي
Feb 08, 2023 01:48 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی پاکستان کښې ترافیکي پیښې دیرش کسان وژلي.
د پاکستان په شمال کښې د ګلګت بلتستان صوبې پولیسو وویل د «دیامر» سیمې په خوا کښې په لاره کښې د دوو ګاډو له ټکریدا وروسته یو مسافر وړونکی بس ژورې کندې ته وغورځیده چې له کبله یې دیرش کسان مړه شوي او دولس نور ژوبل شوي.
په وژل شویو کسانو کښې څو ماشومان هم شامل دي.
په پاکستان کښې د ګاډو ټکریدل او پیښې د نامناسبو لارو، د ټرانسپورټ د غیر معیاري وسائیلو او د ګاډو په چلولو کښې د بې احتیاطۍ په خاطر دي.
ټیګونه