له پاکستانه ګڼ شمیر ډالر افغانستان ته قاچاق کیږي
(last modified Wed, 08 Feb 2023 01:36:14 GMT )
Feb 08, 2023 06:06 Asia/Kabul
  • له پاکستانه ګڼ شمیر ډالر افغانستان ته قاچاق کیږي

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا بلومبرګ مجلې ویلي دي چې له پاکستان څخه هره ورځ ګڼ شمیر ډالر افغانستان ته قاچاق کیږي.

بلومبرګ مجلې له پاکستان څخه افغانستان ته د ډالرو قاچاق د طالبانو د حکومت لپاره یو ستر ملاتړ وباله.

دغه مجلې په خپل راپور کښې ایشوا کړي ده چې تاجران او قاچاقچیان هره ورځ له پاکستان څخه افغانستان ته پینځه میلیونه ډالر قاچاق کوي او له پاکستان څخه وړونکي ډالر د افغانستان د طالبانو لپاره یو ستر حمایت ګڼل کیږي.

ځینې راپورونه وايي چې هره ورځ له پاکستان څځه افغانستان پینخلس میلیونه ډالره قاچاق کیږي.

په دغه راپور کښې ویل شوي دي چې په ملګروملتونو سربیره د ډالرو قاچاقچیان هم د افغانستان افغانۍ اخلي چې له کبله یې د افغانۍ ارزښت روان کال پینځه اعشاریه شپږ فیصده زیات شوی دی.

دغه راپور زیاتوي چې افغانۍ د نړۍ پیاوړي کرنسۍ ده او د دوه زره یویشتم میلادي کال  په دسمبر میاشت کښې یو ډالر یوسل څلرویشت افغانۍ و او نن هغه نهه اتیا اعشاریه شپږنوي افغانۍ دی.

دغه راپور وايي په دې موده کښې د پاکستان روپۍ اوه دیرش فیصده غورځیدلي ده او په افغانستان کښې د پاکستان په روپۍ باندې د بندیز د لګیدا په وجه سرحدي تجارت په ډالرو کښې ترسره کیږي.

د افغانستان طالبانو هم هیواد ته د ډالرو په راوړلو بندې بندیز ختم کړی دی.

اقتصادي شناندي وايي چې هره ورځ په میلیونونو ډالر له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کیږي دا په داسې حال کښې دي چې پاکستان په خپله هم له ډیرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی.