د پاکستانیانو پشمول اسلامی نړۍ د سورئې د ملت غمخواره ده
عبدالشکور له پاکستان سره د تعاملاتو د پراختیا لپاره د سورئې د ولسمشر بشار اسد د لیدتوګې په هرکلی سره ووئیل،اسلام اباد په مختلفو برخو په تیره بیا دټوریزم او ولسی ارتباطاتو کې له دمشق سره د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ پراختیا ته کلک هوډ لري. هغه ووئيل سوریه د زرګونو کلونو تمدن کوربه هیواد دی او مقدس ځایونه په تیره بیا د حضرت زینب کبری سلام ا...علیها سپيڅلی حرم لري چې په اسلامی نړۍ کې ئې سوریه له یوه ځانګړي او مهم ځائيګي برخمنه کړې ده.
د پاکستان حکومت په وروستیو کلونو کې په سورئې کې د قانوني حکومت پشمول د حکومتونو دبدلولو لپاره د سیمه ایزو او له سیمې د ورآخوا قدرتونو له هرډول هڅې سره مخالفت کړ ی دی .په په ۲۰۱۱کال کې د سورئې دبحران له پيلیدا سره د سیمې د ځينو عربانو له لابیو او د له سیمې د ورآځوا قدرتونو له دباؤنو سره سره د پاکستان حکومتد بشرا د قانونی حکومت په دض ددریخ غوره کولو ته تیار نه شو. اسلام اباد په کرتو اعلان کړی دی چې په سختو شرائطو کې د دمشق د حکومت او ولس ترڅنګ ولاړ دی او دوو اړخیزو اړیکو پراختیا به دوام ورکړي.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، د پاکستان دمذهبی چارو وزیر مفتی عبدالشکور خان پرون په اسلام اباد کې د سورئې له نوي سفیر سره په کتنې کې ووئيل، د سورئې ولس یوازې نه دی او مونږ ټول د ایماني وروڼو په توګه ددغه هیواد دزلزله ځپلو او تاواني شوو ترڅنګ یوو.
عبدالشکور له پاکستان سره د تعاملاتو د پراختیا لپاره د سورئې د ولسمشر بشار اسد د لیدتوګې په هرکلی سره ووئیل،اسلام اباد په مختلفو برخو په تیره بیا دټوریزم او ولسی ارتباطاتو کې له دمشق سره د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ پراختیا ته کلک هوډ لري. هغه ووئيل سوریه د زرګونو کلونو تمدن کوربه هیواد دی او مقدس ځایونه په تیره بیا د حضرت زینب کبری سلام ا...علیها سپيڅلی حرم لري چې په اسلامی نړۍ کې ئې سوریه له یوه ځانګړي او مهم ځائيګي برخمنه کړې ده.
په پاکستان کې دسورئې سفیر هم په دغې کتنې کې ووئيل، له اسلام اباد سره داړیکو په پراختیا د سورئې ولسمشر بشار اسد او دهغه حکومت ډير ټينګار کوي او دمشق د ګډ، ګټو د حصول لباره د متقابلو توانیمنو څخه استفادې ته تیار دی.
داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په حکم سره د سورئې د زلزله ځپلو لپاره یوه سی -۱۳۰الوتکې کې خوراکي ،درملیز او نور شیانو بار ولیږدول شو او ټاکل شوې ده په راتلوکو شپو ورځو کې درې نوره په ضروری شیانو بار درې نوره الوتکې هم ولیږدول شي.