د پاکستان سفیر اوس مهال افغانستان ته نه ستنېږي
پاکستان تر اوسه کابل ته د خپل سفیر د بېرته ستنولو پرېکړه نه ده کړې.
په کابل کې د پاکستان پر سفارت تر برید وروسته، اسلام آباد له افغانستان څخه خپل سفیر ورغوښتی وو. په داسې حال کې چې د عربي هېوادونو ګڼو ډيپلوماټانو له کابله خپل سفيران ايستلي، خو د پاکستان سفير لا هم افغانستان ته ورستون شوى نه دی.
د شفقنا خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د دغه هېواد سفیر عبیدالرحمن نظاماني په پاکستان کې دی او کابل ته د هغه د لېږلو په اړه تراوسه کومه پرېکړه نه ده شوې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په خپلې اونیزې خبري غونډه کې وویل چې اسلام آباد د افغانستان وضعیت ارزوي.
د ډسمبر په دوهمه په کابل کې د پاکستان پر سفارت ترهګریز برید وشو. ښاغلي نظاماني په کابل کې د دغه هېواد پر سفارت له برید او د هغه د یوه ساتونکي له ټپي کېدو څلور ورځې وروسته له افغانستانه ووت.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم له دې برید وروسته اعلان وکړ چې نظامي به تر هغه وخته افغانستان ته ستون نه شي، چې امنیت ټینګ شوی نه وي.
داعش د دغه برید مسئولیت منلی وو.