د عمران خان د نیولو حکم لغوه شو
د اسالم آباد هايي کورټ د پاکستان د تیر وزیراعظم عمران خان د نیولو د حکم د لغو کیدو غوښتنه ومنله
عمران خان په بهرنیو سفرونو کښې ده ته د ورکړې شویو ډالیو د برخلیک په هکله د شک په وجه په مالي فساد او هم داشان د محکمې د احکامو په سپکاوي(توهینِ عدالت) باندې تورن شوی دی.
د اسلام آباد هايي کورټ یا لوې محکمې پرون د عمران خان خلاف د شکایت د دوسیې له څیړنې وروسته، په محکمه کښې د هغه د نه حاضریدو له معافیت سره موافقه وکړه او د هغه د نیولو حکم یې وځنډوه.
د عمران خان وکیل په دوسیې باندې د غور په غونډه کښې وویل چې هغه ارام ته ضرورت لري او ډاکټران د هغه بدني حالت ته په پام سره، اسلام آباد ته د تګ اجازه نه ورکوي.
د اسلام آباد هاي کورټ هم په پاې کښې په دغې غونډه کښې د عمران خان له نه حاضریدو سره موافقه وکړه او په دې دوسیې د غور دوام یې د مارچ د میاشتې ۹ نیټې ته وځنډوه.