پاکستان له ایران سره د صادراتو په زیاتیدا پسې دی
د سرحدي بازارتو دپیاوړتیا په باب د ایران اوپاکستان دمسئولانو په موافقې سره ، تمه کیږي ، ددواړو هیوادونو ترمینخ په تیره بیا دپوله ایزو سیمو ترمینځ په نزدې راتلونکي تجارتي مبادلات په اوڅاره توګه زیات شي.
زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ، د پاکستان دریلوې د چارو وزیر خواجه سعد رفیق پرون په یولړ څرګندونو کې ووئیل، دریل پټلۍ له لارې ایران ته د صادراتو په زیاتیدا پسې یوو او په دې اړه ځيني مهم ګامونه هم پورته کړئ شوي دي.
خواجه سعد رفیق ددې خبرې په کولوسره چې د تهران اسلامی اباد ترمینځ به دریلي جوړښتونو د بیخ بینائي تاسیساتو د جوړښتونو لپاره لازم اقدامات ترسره شي، ووئيل؛د ریل ګاډي له لارې به ایران ته په میاشت کې د دیرش زره ټنه ورژو دصادراتو تړون ډیر زر نهائي شي.
د پاکستان دریلوې د چارو وزیر زیاته کړه، د ایران په جنوب ختیځ کې زاهدان ته د کویټه دریل پټلۍ د پراختیا د لارې نقشه هم په ایجنډا کې شته چې موخه ئې د دواړو هیوادونو ترمینځ دکنټيرني ریل د تګ راتګ د وخت کمیدا ده .