پاکستان له ایران سره د صادراتو په زیاتیدا پسې دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i128000-پاکستان_له_ایران_سره_د_صادراتو_په_زیاتیدا_پسې_دی
د سرحدي بازارتو  دپیاوړتیا په باب د ایران اوپاکستان  دمسئولانو په  موافقې سره ، تمه کیږي ،  ددواړو هیوادونو ترمینخ په تیره بیا  دپوله ایزو  سیمو ترمینځ  په نزدې راتلونکي  تجارتي مبادلات  په اوڅاره توګه زیات شي.
(last modified 2023-02-14T23:22:30+00:00 )
Feb 15, 2023 03:50 Asia/Kabul
  • پاکستان له ایران سره د صادراتو په زیاتیدا پسې دی

د سرحدي بازارتو  دپیاوړتیا په باب د ایران اوپاکستان  دمسئولانو په  موافقې سره ، تمه کیږي ،  ددواړو هیوادونو ترمینخ په تیره بیا  دپوله ایزو  سیمو ترمینځ  په نزدې راتلونکي  تجارتي مبادلات  په اوڅاره توګه زیات شي.

زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ،  د پاکستان دریلوې د چارو وزیر خواجه سعد رفیق  پرون په یولړ څرګندونو کې ووئیل،  دریل پټلۍ له لارې  ایران ته د صادراتو په زیاتیدا پسې یوو او په دې اړه ځيني مهم ګامونه هم پورته کړئ شوي دي.

خواجه سعد رفیق ددې خبرې په کولوسره چې د تهران اسلامی اباد ترمینځ به دریلي جوړښتونو د بیخ بینائي تاسیساتو  د جوړښتونو لپاره لازم اقدامات ترسره شي، ووئيل؛د ریل ګاډي له لارې به ایران ته په میاشت کې  د دیرش زره ټنه ورژو دصادراتو تړون  ډیر زر نهائي شي.

 د پاکستان دریلوې د چارو وزیر زیاته کړه، د ایران په جنوب ختیځ کې زاهدان ته د کویټه  دریل پټلۍ  د پراختیا  د لارې نقشه  هم  په ایجنډا کې شته چې  موخه ئې  د دواړو هیوادونو ترمینځ  دکنټيرني ریل د تګ راتګ د وخت کمیدا ده .