پاکستان ځینې نور افغان کډوال آزاد کړل
Feb 16, 2023 13:22 Asia/Kabul
د پاکستان په کراچۍ ښار کښې د افغانستان کنسولګرۍ د دغه هیواد له جیلونو څخه د افغانستان د ۱۷۰ ښاریزو د خوشې کیدو خبر ورکړ
د پاکستان په کراچۍ ښار کښې د افغانستان کنسولګرۍ د دغه هیواد له جیلونو څخه د افغانستان د ۱۷۰ ښاریزو د خوشې کیدو خبر ورکړ
افغان غږ خبري آژانس لیکلي چې د پاکستان په کراچۍ ښار کښې د افغانستان قونصلیټ نن وویل: د پاکستان له جیلونوخوشې شوي ۱۷۰ کډوال چې لسګونه ښځې او ماشومان هم په کښې دي، افغانستان ته منتقل شوي دي.
ویل کیږي چې په پاکستان کښې افغانستاني مهاجر زیاتره د استوګنې د قاني اسنادو د نه لرلو په وجه نیول شوي او زنداني شوي دي.
له دې مخکښې هم د طالبانو حکومت د پاکستان د سند صوبې له یو جیله د ۴۰ افغانستاني ښاریزو د خلاصي خبر ورکړی و.
ټیګونه