اکراین ته مو هیڅ ډول فوځي تجهیزات نه دي ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i128148-اکراین_ته_مو_هیڅ_ډول_فوځي_تجهیزات_نه_دي_ورکړي
د پاکستان خارجه وزارت اکراین ته د دې هیواد له لورې د وسلو د پلور په هکله خپاره شوي راپورونه دروغ وباله.
(last modified 2023-02-17T07:05:12+00:00 )
Feb 17, 2023 11:32 Asia/Kabul
  • اکراین ته مو هیڅ ډول فوځي تجهیزات نه دي ورکړي

د پاکستان خارجه وزارت اکراین ته د دې هیواد له لورې د وسلو د پلور په هکله خپاره شوي راپورونه دروغ وباله.

د ایرنا له راپور سره سم، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویندویې زهرا بلوچ تېره ورځ رسنیو ته وویل: د پاکستان له لورې اکراین ته د فوځي سازو سامان د صادراتو په اړه خپاره شوي راپورونه دروغ دی.

د پاکستان حکومت د امریکې او د لوېدیځو هیوادونو د فشارونو سربېره، د روسیې او اکراین تر مینځ په جګړه کې بې پلوه پاته شوی او په ملګرو ملتونو کې یې هم د روسیې په ضد وړاندې شوی پرېکړه لیک ته سپېنه رایه ورکړه، او د روسیې په ضد یې د پریکړه لیک تصوېبوونکي هیوادونه یې د جوړجاری او سولې مخالفین وباله.

دا په داسي حال کې دی چي د فوځي سازو سامان پلور د پآکستان د حکومت د عایداتو یوه سرچینه بلل کیږي.

د روسیې او اکراین تر مینځ له جنګ څخه د یوه کال په تیرېدو سره، لا هم لوېدیځو هیوادونو د امریکې په مشري اکراین ته وسلو په لېږدولو سره، د دواړو هیوادونو تر مینځ د شخړو د سوله ایز حل لارې مخنیوی کوي.