اقتصادي کړکیچ نړيوالو سره د طالبانو د بدلوظیو سبب شوي
بلاول بوټو په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د جرمني د مونیخ په امنیتي غونډه کې د افغانستان اقتصادي او بشري ناورین نړيوالو سره د طالبانو د حاکمې ادارې د وعدو د نه پوره کیدو اصلي لامل بللی.
بلاول بوټو په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه
زرداري د طالبانو له حکومته غوښتي، چې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې پر خپلو ژمنو ودرېږي او په افغانستان کې پراخ بنسټه او ټولګډونه حکومت جوړ کړي.
د پاکستان دغه چارواکي له سرپرست حکومته غوښتنه کړې چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي.
هغه دغه راز په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت د زیاتیدو ادعا کړې او داعش ډله يې تر نورو ډلو د طالبانو واکمنۍ ته لوی ګواښ ګڼلې ده.
د طالبانو ادارې د نوموړي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.