د پاکستان امنیتي وضعیت په اړه د هیندارې ځآنګړې خپرونه
د پاکستان امنیتي وضعیت څه ډول دی او د امنیتي وضعیت د خرابوالي لامل څه ؟ څنګه ښه کېدای شي او له کومو لورو څخه باید په کې مرسته واخیستل ش؟ په همدې موضوع د تهران راډیو هینداره خپرونه ځآنګړې شوې. د خپرونې کوربه : عطاءالله خوږیاڼی د خپرونې میلمانه: په پاکستان کې خبریال او شنوونکی طاهرخان او د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی او د پښتنوا د ملي عوامي ګوند مخکښ غړی رضا محمد رضا
په دې وروستیو کې په پاکستان کې ترهګریزې حملې زیاتي شوي، د جمعې په ورځ په کراچۍ ښار کې، له هغې وړاندې په پېښور کې د پولیسو په مرکزونو بریدونه وشول، تازه ویل کیږي، کویټې کې د ځآنمرګي برید لپاره چمتو شوې میرمنه نیول شوې.
په پاکستان کې د اکثریت بریدونه په مستقیم ډول د تحریک طالبان ډلې پر غاړه اخلي ځو ځینې بریدونه که څه هم دوی پړه پر غاړه وانخلي، بیا هم دوی پسې تړل کیږي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د راتګ سره هم مهاله د نومبر په میاشت کې د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ یې اوربند اعلان شو، په جون میاشت کې د افغاني طالبانو په منځګړیتوب کابل کې د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ خبرې پیل شوې او داسې اټکل کېده چې له دغه ادرسه به پاکستان کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ شي، خو د خبرو نیمګړو پایله، په افغانستان کې د تحول پر مهال د تحریک طالبانو شاوخو دوه نیم زره غړي ازادیدل، په پاکستان کې د تحریک طالبانو په مرکزونو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه نه ترسره کول، د پاکستان د حکومت او سیاسیونو ترمنځ سخت اختلافات او د دې هېواد اقتصادي وضعیت خرابوالی کوم یو د دې لامل کېدای شي چې په پاکستان کې ورځ تر بلې امنیتي وضعیت خرابېدو لورې ځي.
د تهران راډیو هینداره خپرونه مو د همدې پوښتنو ځوابونو او تحلیل لپاره ځآنګړې کړې، په خبرونو کې را سره په پاکستان کې خبریال او شنوونکی طاهرخان او د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی او د پښتنوا د ملي عوامي ګوند مخکښ غړی رضا محمد رضا را سره میلمانه دي.