پاکستان کښې یو داعشي او یو پخوانی افغان پوځي ونیوې شول
د افغانستان د پوځ یو پخوانی پوځي او یو داعشي د پاکستان په کراچۍ کښې له ترهګرې حملې مخکښې ونیوې شول
د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، په کراچۍ کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې دایرې د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره وویل چې د دغه ښار او د سند صوبې په مختلفو سیمو کښې په عملیاتو کښې په کراچۍ کښې د پولیسو په مرکز باندې په ترهګرې حملې کښې د لاس لرلو په تور ۱۴ شکمن کسان نیول شوي دي.
په دغو نیول شویو کسانو کښې د داعش ترهګرې ډلې غړی حمزه فاروق او هم داشان د افغانستان د پوځي یو پخوانی افسر حکمت اله هم نیول شوي دي.
پولیس وايي چې د دغه داعشي او د افغانستان د پوځ د پخواني افسر په نیول کیدو سره په کراچۍ کښې د یوې بلې ترهګرې حملې مخنیوی وشه.
دغو دواړو کسانو په امنیتي ځواکونو باندې د حملې په موخه د ترهګرو عملیاتو نیت درلود.