د پاکستان او د افغانستان پوځیانو په یوبل سختې ډزې کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i128316-د_پاکستان_او_د_افغانستان_پوځیانو_په_یوبل_سختې_ډزې_کړي_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان او د افغانستان حکومتي ځواکونو پرون په تورخم سرحدي لاره کښې په یو بل ډزې وکړې چې له کبله یې یو سرحد ساتونکی ژوبل شوی.
(last modified 2023-02-21T02:27:49+00:00 )
Feb 21, 2023 06:54 Asia/Kabul
  • د پاکستان او د افغانستان پوځیانو په یوبل سختې ډزې کړي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان او د افغانستان حکومتي ځواکونو پرون په تورخم سرحدي لاره کښې په یو بل ډزې وکړې چې له کبله یې یو سرحد ساتونکی ژوبل شوی.

د افغانستان طالبانو په تیرې یکشنبې ورځ د تورخم سرحدي لاره بنده کړه او په پاکستان یې تور ولګاوه چې په خپلو ژمنو عمل نه کوي.

د پاکستان په لنډي کوتل سیمه کښې یوه حکومتي چارواکي ارشاد محمود وویل د پاکستان پوځیانو د طالبانو د ځواکونو ډزو ته ځواب ورکړ.

هغو خلکو چې د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبې کښې له تورخم سیمې په تښتیدا دي تائید کړه چې پرون تر یوه ساعت پورې د پاکستان د حکومتي عسکرو او د طالبانو د ځواکونو ترمینځ سختې ډزې روانې وې.

په تورخم سرحدي لاره کښې د طالبانو چارواکي مولوي محمد صدیق وویل له پاکستان سره سرحدي لاره د ګاډو د تګ راتګ او د تجارت لپاره بنده شوي ده.

هغه وویل پاکستان په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د تورخم لاره هم د طالبانو د مشر په حکم سره تړل شوي ده.

ویل کیږي چې په سرحدي کښې سیمه کښې هستوګن خلک لنډي کوتل ، جمرود او پیښور ته انتقال کړې شوي دي.