د پنجاب صوبې پخوانی اعلی وزیر په تحریک انصاف کښې شامل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i128382-د_پنجاب_صوبې_پخوانی_اعلی_وزیر_په_تحریک_انصاف_کښې_شامل_شو
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پنجاب صوبې پخوانی اعلی وزیر له تحریک انصاف ګوند سره یوځاې شو.
(last modified 2023-02-21T22:19:48+00:00 )
Feb 22, 2023 02:34 Asia/Kabul
  • د پنجاب صوبې پخوانی اعلی وزیر په تحریک انصاف کښې شامل شو

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پنجاب صوبې پخوانی اعلی وزیر له تحریک انصاف ګوند سره یوځاې شو.

د پاکستان د پنجاب صوبې پخواني اعلی وزیر پرویز الهي پرون وویل چې زه د پاکستان د مسلم لیګ ګوند د قائد اعظم څانګې د صوبي پارلمان له لسو پخوانیو غړیو سره یوځاې په تحریک انصاف ګوند کښې شاملیږم.

پرویز الهي په لاهور کښې د تحریک انصاف ګوند د مشر له مرستیال فواد چوهدري سره په ګډ خبري کانفرنس کښې وویل چې زه په سخت او د ازمیښت په وخت کښې تل له پخواني لومړي وزیر عمران خان سره ولاړ یم.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر مرستیال فواد چوهدري تائید کړه چې د پنجاب صوبی پخواني اعلی وزیر پاکستان مسلم لیګ قائد اعظم څانګه پریښودلي ده او په تحریک انصاف کښې شامل شوی دی.

هغه تحریک انصاف ګوند ته د نویو کسانو د راتلو هرکلی وکړ.

د پنجاب صوبې پخواني اعلی وزیر پرویز الهي دغه راز د روغتیا کارډونو د بندولو په وجه په لومړي وزیر شهباز شریف نیوکه وکړه.