نواز شریف پاکستان ته ورستنیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i128388-نواز_شریف_پاکستان_ته_ورستنیږي
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي په پنجاب اوخیبر پښتونخواه صوبوکې د ټاکنو نېټې اعلان کړي دي.
(last modified 2023-02-22T04:03:26+00:00 )
Feb 22, 2023 08:28 Asia/Kabul
  • نواز شریف پاکستان ته ورستنیږي

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي په پنجاب اوخیبر پښتونخواه صوبوکې د ټاکنو نېټې اعلان کړي دي.

 

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې ډاکټرانو د پاکستان مسلم لیګ نواز (ن) مشر نواز شریف ته پاکستان ته  د سفر اجازه ورکړې ده.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي په پنجاب اوخیبر پښتونخواه صوبوکې  د ټاکنو نېټې اعلان کړي دي.

د نواز شریف د ګوند په مشرۍ د پاکستان ایتلافي حکومت هیله من دی، چې د هغه له راتګ سره به دوی په کیدونکو ټاکنو کې ډېرې رایې ترلاسه کړي.

نواز شریف، چې درې ځله د پاکستان لومړی وزیر پاتې شی، د ۲۰۱۹ له نومبر راهیسې په لندن کې د جلاوطنۍ ژوند تېروي.

د پاکستان دفاع وزیر دا وړاندیز هم وکړ چې مسلم لیګ (ن) او د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د پاکستان پیپلز ګوند (پی پی پی) باید د نهو سیاسي ګوندونو ایتلاف د پاکستان ډیموکراتیک غورځنګ (PDM) په پلیټ فارم کې په ګډه راتلونکي انتخابات وګټي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان ګوښه شوی لومړی وزیر عمران خان د دغو ټاکنو د ګټلو لپاره په چمتووالي بوخت دی او تمه کیږي، چې راتلونکې ټاکنې به له سختو ناندریو ډکې وي.