د تورخم دروازه نن په بشپړه توګه پرانیستل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i128542-د_تورخم_دروازه_نن_په_بشپړه_توګه_پرانیستل_شوه
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور لپاره د طالبانو رئیس قاري نورمحمد حنیف ویلي چې نن سهار شپږ بجې د تورخم لویه لار د هر قسمه تګ راتګ پر مخ په بشپړ ډول پرانیستل شوه
(last modified 2023-02-25T09:06:21+00:00 )
Feb 25, 2023 13:34 Asia/Kabul
  • د تورخم دروازه نن په بشپړه توګه پرانیستل شوه

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور لپاره د طالبانو رئیس قاري نورمحمد حنیف ویلي چې نن سهار شپږ بجې د تورخم لویه لار د هر قسمه تګ راتګ پر مخ په بشپړ ډول پرانیستل شوه

‏‏د طالبانو ځايي چارواکو پرون خبر ورکړ، چې د دوی او پاکستاني چارواکو له مذاکراتو وروسته تورخم دروازه په محدود ډول پرانيستل شوې ده.

کابل تېره اونۍ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف او د پوځي استخباراتو آی ایس آی د رییس د سفر کوربه و.

پاکستاني پلاوي د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال او امنیتي چارواکو سره لیدلي وو.

د دغه سفر موخه طالب لوري پر اقتصادي مسایلو خبرې ښودلې وې، خو پاکستان ویلي چې طالب مشرانو د پاکستاني طالبانو خلاف عملیاتو کې د مرستې ډاډ ورکړی.

د پاکستاني پلاوي له سفر سره هم مهاله، طالب چارواکو ویلي وو چې د زیارت  پر ورځ به د تورخم دروازه بیرته پرانیزي.

د طالبانو له لوري د یادې دروازې له پرانیستلو څو ساعته وروسته پاکستان دغه دروازه وتړله. د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو کې خرابی شوي، چې دواړه لوري یو بل پکې ګرموي