په بلوچستان کې په دوو چاودونو کې د کابو شلوکسانو وینه وبهیده  
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i128592-په_بلوچستان_کې_په_دوو_چاودونو_کې_د_کابو_شلوکسانو_وینه_وبهیده
د بلوچستان ایالات د بارکان رخنې سیمې په بازار کې نن سهار چاودنه شوې چې له امله یې ۴ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 26, 2023 07:50 Asia/Kabul
  • په بلوچستان کې په دوو چاودونو کې د کابو شلوکسانو وینه وبهیده  

د بلوچستان ایالات د بارکان رخنې سیمې په بازار کې نن سهار چاودنه شوې چې له امله یې ۴ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

زمونږخبریال  راپور راکړ،د بلوچستان صوبې د بهارکان سیمې په  بازار کې نن سهار چاودنه شوې چې له امله یې ۴ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

  په راپور کې وئيل شوي دي، د بلوچستان  صوبې د ځاي پولیسومسئولان وایي، چاودیدونکې توکې په یو موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي وو چې د چاودنې له امله یې پر مرګ ژوبلې  سربېره ګڼ شمېر موټرو، موټر سایکلونو او هټیو ته هم زیانونه اړولی دی.

تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه ندی اخیستی.

 همداراز په یوه بل راپور کې هم ووئیل شول دپاکستان د بلوچستان صوبې په خضدار سیمې کې هم د پولیسو پر  ګاډي په چاودنې کې دوه پولیس وژل ش وي او   او څلور نور هم ټپیان شوي دي

داپه داسې حال کې دي چې په دا وروستیو څو کلونو کې د پاکستان دبلوچستان صوبې په مختلفو سیمو کې چاودنو او ترهه ګرو بریدونو زور اخستی دی چې د زیاترو پيښو پړه هم یا افراطي ترهه ګره ډله تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي  او یا هم د بلوچستان لیبریشن فرنټ بیلتون غواړي ډلګۍ په   غاړه اخستې  ده.

 

Image Caption
Image Caption