پاکستان ته د ایران د برېښنا د لېږدولو پروژه به پیله شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i128664-پاکستان_ته_د_ایران_د_برېښنا_د_لېږدولو_پروژه_به_پیله_شي
د پاکستان لومړي وزیر له ایران څخه د برېښنا د واردولو پروژه به پرانیزي.
(last modified 2023-02-27T05:16:56+00:00 )
Feb 27, 2023 09:43 Asia/Kabul
  • پاکستان ته د ایران د برېښنا د لېږدولو پروژه به پیله شي

د پاکستان لومړي وزیر له ایران څخه د برېښنا د واردولو پروژه به پرانیزي.

پاکستان له دوو سوو نه د زیات نفوس په درلودلو سره، د ضروري برېښنا په تامینولو کې بې وسه دی او وارداتي برېښنا ته ضرورت لري، ایران د تیلو او ګازو ماسېوا اوس به پاکستان برېښنا هم صادر کړي.

د پاکستان د برېښنا وزیر خرم دستګیرخان څه موده مخکې ایران ته په خپل سفر کې د ایران د برېښنا له شرکت (توانیر) سره د برېښنا د تامینولو یوه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د پاکستان د برېښنا د وزیر په وېنا، په یاده موافقه کې پاکستان به له ایران څخه ۱۰۰ مېګاواټه برق وپلوري چي له مخې به یې د پاکستان د بلوچستان د ایالت د برقو ستونزه هواره شي.

د ایسنا له راپور سره سم، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بلوچستان ته په خپل سفر کې به ایران – ګوادر نومې د برېښنا د وارداتو پروژه د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانیزي.