د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق استعفا ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i128828-د_پاکستان_ځانګړي_استازي_محمد_صادق_استعفا_ورکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په چارو کښې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق له خپلې دندې څخه استعفا ورکړه.
(last modified 2023-03-01T19:59:11+00:00 )
Mar 02, 2023 00:28 Asia/Kabul
  • د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق استعفا ورکړه

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په چارو کښې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق له خپلې دندې څخه استعفا ورکړه.

هغه چې درې کاله کیږي د افغانستان په چارو کښې د پاکستان ځانګړی استازی دی وویل ما حکومت ته وویل اوس وخت رارسیدلی دی چې زه له خپلې دندې استعفا ورکړم او په خپلو شخصي کارونو ، کورنۍ او کتابونو، کرهڼې او چاپیریال باندې تمرکز وکړم.

محمد صادق وویل چې زه د لومړي وزیر  شهباز شریف او د نورو حکومتي چارواکو مننه کومو چې د افغانستان په چارو کښې د ځانګړي استازي په توګه زما ملاتړ کړی و.

د افغانستان په چارو کښې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق وویل چې زه د خپلو ډیرو ملګرو د سختو کارونو ستاینه کوم کومو چې ساعتونو ساعتونو کار وکړ چې د افغانستان او د پاکستان اړیکې ښې کړي.

محمد صادق وویل چې ما خپله استعفا لومړي وزیر شهباز شریف ته وړاندې کړي ده او هغه دغه استعفا منلي هم ده.

محمد صادق له دوه زره اتم میلادي کال څخه تر دوه زره څوارلسم میلادي کال پورې په افغانستان کښې د پاکستان سفیر هم پاتی شوی و.