د پاکستان عمران خان له پوځ سره خبرو ته چمتو دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان پرون وویل چې زه د هیواد د خیر ښیګڼې لپاره د پوځ له مشر عاصم منیر سره خبرو ته تیار یم او ټینګار یې وکړ چې زه له ایسټبلیشمینټ(پوځ) سره هیڅ جګړه نلرم.
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان دغه خبرې له دې وروسته شوي دي چې ولسمشر عارف علوي د اپریل د میاشتې دیرشمه د پنجاب صوبې د پارلماني انتخاباتو د ترسره کیدا نیټه وټاکله داسې غوښتنه چې تحریک انصاف ګوند ورباندې ټینګار کاوه.
عمران خان دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې ته ولې له ایسټبلیشمنټ یعني پوځ سره خبرې نه کوې وویل ما له پوځ سره هیڅکله جګړه نه ده لرلي او دا د پوځ پخوانی مشر جنرال قمر جاوید باجوا و چې زه یې له شا څخه په چاقو وهلی یم.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان زیاته کړه زما د حکومت له نسکورولو وروسته هم ما د هیواد د خیر ښیګڼې لپاره د پوځ له پخواني مشر قمر جاوید باجوا سره خبرې کولې خو دا جنرال باجوا و چې هغه زما له مینځه وړل غوښتل.
عمران خان وویل که چیرې څوک داسې فکر وکړي چې زه به ګونډو شم نو داسې به هیڅکله هم ونشي.
هغه د روسې پرضد د پاکستان د پوځ د پخواني مشر جنرال باجوا په وینا هم نیوکه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې هغه باید د دغه وینا په خاطر محاکمه شي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل چې زه اوس هم د هیواد د خیر ښیګڼې لپاره غواړم چې له ایسټبلیشمنټ یعني پوځ سره خبرې وکړم خو کله چې څوک خبرې کول نه غواړي نو بیا زه څه کولای شم؟
عمران خان وویل داسې ښکاري چې د پاکستان د پوځ اوسنی مشر عاصم منیر ما خپل دوښمن ګڼي.