په پاکستان کې بندي نور په لسګونو افغانان خوشي شول
په پاکستان کې د افغانستان سفارت په یوې خبرتیا کې د کراچۍ له زندانونو څخه د نورو یو سل اوه دیرش افغانانو د خوشي کیدا خبر ورکړ.
زمونږ خبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،په پاکستان کې د افغانستان سفارت پرون ناوخته په یوې خبرتیا کې ووئيل ټاکل شوې ده دغه خوشي شوي افغانان چې په لسګونو ښځې او ماشومان هم پکې ترسترګو کیږي، د چمن له لارې افغانستان ته ولیږدول شي.
څه موده مخکې هم دطالبانو حکومت د کراچۍ له بندونو د یوسل اویاؤ افغان بندیانو دخوشی کیدا خبر ورکړی ؤ. په عین حال کې د ترلاسه شوو راپورونو په اساس،همدااوس هم د پاکستان په کراچئ کې په سلګونو افغان ښاریز زنداني دي.
په راپور کې وئيل شوي دي،په وروستیو میاشتو کې د کراچۍ په زندانونو کې کابو لس افغان بندیانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.د افغانستان د طالبانو ح کومت د پاکستان حکومت د افغان پناه غواړو په غیرقانوني نیونې او له دوي سره په تاؤتریخجن چلند تورنوي. خو د اسلام اباد مسئولان وائي د غیر قانوني پناه غواړو په وړاندې بې پروائي به د هیواد بې ثباتۍ او نا کراریو عامل شي.