پاکستان ځینې نور افغان زندانیان خوښې کړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i129084-پاکستان_ځینې_نور_افغان_زندانیان_خوښې_کړل
پاکستان ۱۴۷ تنه افغانستاني زندانیان دغه هیواد ته وسپارل
(last modified 2023-03-06T23:25:13+00:00 )
Mar 07, 2023 03:51 Asia/Kabul
  • پاکستان ځینې نور افغان زندانیان خوښې کړل

پاکستان ۱۴۷ تنه افغانستاني زندانیان دغه هیواد ته وسپارل

د افغانستان د کډوالو د چارو وزارت پرون وویل چې د پاکستان له جیلونو راخوشي شوي دغه ۱۴۷ تنه زندانیان د سپین بولدک سرحد له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په سپین بولدک کښې د قندهار ولایت سرحدي چارواکي وايي چې په آزاد شویو کسانو کښې یوشمیر ماشومان او ښځې هم شاملې دي او هم داشان د یو افغان مړی هم ورسپارل شوی دی.

له دې نه علاوه، یوشمیر آزاد شوي کسان چې په مختلفو ناروغیو اخته دي، نیغ روغتون ته بوول شوي دي.

د ویلو ده چې په تیرو څو ورځو کښې په اسلام آباد کښې د کډوالو د چارو معین او د افغانستان د سفارت په هلوځلو سره څه باندې زر کسان د پاکستان له جیلونو آزاد شوي او افغانستان ته منتقل شوي دي.