د افغانستان د طالبانو پلاوی پاکستان ته ورځي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i129120-د_افغانستان_د_طالبانو_پلاوی_پاکستان_ته_ورځي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف نن وویل چې د سیمې د امنیت او د ترهګرۍ پرضد د اقداماتو په شمول د بیلابیلو موضوعګانو په هکله د خبرو اترو لپاره د افغانستان د طالبانو یو پلاوی به زر اسلام اباد ته سفر وکړي.
(last modified 2023-03-07T06:55:34+00:00 )
Mar 07, 2023 11:15 Asia/Kabul
  • د افغانستان د طالبانو پلاوی پاکستان ته ورځي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف نن وویل چې د سیمې د امنیت او د ترهګرۍ پرضد د اقداماتو په شمول د بیلابیلو موضوعګانو په هکله د خبرو اترو لپاره د افغانستان د طالبانو یو پلاوی به زر اسلام اباد ته سفر وکړي.

د پاکستان د دفاع وزیر دغه خبره له دې وروسته راځي چې  څو ورځې مخکې  د اسلام اباد یو لوړرتبه پلاوی چې مشرۍ یې خواجه اصف کوله کابل ته تللی و او له امنیت رانیولي د دوه اړخیزه اړیکو په شمول د بیلابیلو موضوګانو په هکله یې د طالبانو د موقته حکومت له چارواکو سره خبرې کړي وې.

د پاکستان او د افغانستان د طالبانو چارواکو په سیمه کښې د  ترهګرۍ د زیاتیدونکي ګواښ په تیره بیا د تحریک طالبان پاکستان ډلي او د داعش د خراسان ډلې لخوا د ګواښ په اړه خبرې کړي وې.