د پاکستان د اسعارو ارزښت راټيټېدل په افغانستان پورې اړه نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i129382-د_پاکستان_د_اسعارو_ارزښت_راټيټېدل_په_افغانستان_پورې_اړه_نه_لري
د پاکستان د مالیې پخواني وزیر څرګنده کړه: د د پاکستان د پیسو د ارزښت کمېدل له پاکستان څخه افغانستان ته د ډالرو له قاچاق سره هېڅ تړاو نه لري.
(last modified 2023-03-13T02:17:50+00:00 )
Mar 13, 2023 02:34 Asia/Kabul
  • د پاکستان د اسعارو ارزښت راټيټېدل په افغانستان پورې اړه نه لري

د پاکستان د مالیې پخواني وزیر څرګنده کړه: د د پاکستان د پیسو د ارزښت کمېدل له پاکستان څخه افغانستان ته د ډالرو له قاچاق سره هېڅ تړاو نه لري.

د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، د پاکستان د مالیې پخواني وزیر مفتاح اسماعیل په دغه هېواد کې د اسعارو ناورین او د افغانستان ګرم ګڼلو ته په اشارې سره وویل: په نورو تور اسان کار دی او موږ تل غوره ګڼو چې دغه لوبه ترسره کړو.

هغه په ​​پاکستان کې د ډالرو د تقاضا د ډولونو په بيانولو سره وويل: که څوک وغواړي چې وارداتي محصول واخلي، نو د کلدارو په بدل کې له بانک څخه ډالر اخلي او دا دود دى، ځکه موږ له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د واردولو لپاره دغه هېواد ته ډالر ورکوو.

مفتاح په دې خبرې سره چې خلک هم ډالر ذخیره کوي، زیاته کړه: له بلې خوا د شتمنیو وړل شتون لري، پاکستانیان ویره لري چې شتمنۍ یې په کلدارو دي، نو دوی یا سره زر یا ډالر اخلي، له همدې امله د کلدارو  ارزښت ټیټ شوی دی.