د پاکستان د پوځ مشر د سرحدي سیمو کتنه وکړه
(last modified Wed, 15 Mar 2023 23:40:09 GMT )
Mar 16, 2023 04:10 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پوځ مشر د سرحدي سیمو کتنه وکړه

زمونږ خبریال راپور راکړی په پاکستان کښې د ترهګرو حملو له زیاتیدا او د افغانستان په خاوره کښې د دغو بریدونو د پلانیدا په هکله د اسلام اباد له ادعا سره په یووخت د پاکستان د پوځ مشر له افغانستان سره د خپل هیواد د سرحدي سیمو کتنه وکړه.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په جنوبي وزیرستان سیمه کښې له افغانستان سره د خپل هیواد د ګډ سرحد د لیدلو او د ګډ سرحد د امنیت د تامینولو لپاره د اسلام اباد د سرحدي ځواکونو په چمتووالي باندې غور کولو سره په یوې وینا کښې له ترهګرۍ سره په مبارزې او د دغه مشکل په جرړه ایستلو کښې د وسله والو ځواکونو په ارادې ټينګار وکړ.

هغه وویل له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د پاکستان د امنیتي ځواکونو سرشیندنه به په سیمه کښې د کامل ثبات او د امنیت د ټینګیدا سبب شي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ټینګار وکړ د اقتصادي او د ټولنیزو پروژو بشپړیدل او په سیمه کښې پرمختګ له پایداره ثبات او د ترهګرۍ له ګواښ سره له مبارزې کولو سره تړلی دی.

د پاکستان جنوبي او شمالي وزیرستان سیمې له پخوا راهسې د ډیرو ترهګرو ډلو د فعالیتونو مرکزونه دي کوم چې په پرله پسې ډول د افغانستان او د پاکستان ترمینځ تګ راتګ او ترهګر اقدامات ترسره کوي.