پاکستان عراق ته د روزنیزو الوتکو ورکول پیل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i131590-پاکستان_عراق_ته_د_روزنیزو_الوتکو_ورکول_پیل_کړل
د پاکستان حکومت له عراق سره د شوي تړون له مخې د دغه هیواد هوايي ځواک ته د خپلو روزنیو الوتکو وړومبنۍ جوپه وسپارله
(last modified 2023-04-20T07:39:06+00:00 )
Apr 20, 2023 12:01 Asia/Kabul
  • پاکستان عراق ته د روزنیزو الوتکو ورکول پیل کړل

د پاکستان حکومت له عراق سره د شوي تړون له مخې د دغه هیواد هوايي ځواک ته د خپلو روزنیو الوتکو وړومبنۍ جوپه وسپارله

د پاکستان او عراق حکومتونو په ۲۰۲۱ کال کښې د ۳۳ میلیون ډالرو په ارزښت یو پوځي او دفاعي تړون لاسلیک کړی و چې په کښې د پاکستان د هوايي چلند کمپلکس د (ایم، ایف، آيي-۱۷) ډوله سوپر مشتاق نومې دولسو روزنیزو الوتکو د د جوړولو او ورسپارلو ژمنه کړې وه.

د پاکستان د هوايي ځواک اړونده د هوايي چلند د تولیداتوت مرکز د پنجاب صوبې په (کامرا) هوايي اډه کښې په یو لړ دستورو کښې پنځه «سوپر مشتاق» روزنیزې الوتکې د عراق د هوايي ځواک مسئولانو ته وسپارلې.

سوپر مشتاق د ابتدايي روزنې یا ټریننګ یوه الوتکه ده چې په پوځي ځانګړنو سره جوړه شوې ده. دغه الوتکه پِسټني انجڼ لري چې ساتنه او سمونه یې ډیره اسانه ده.

د سوپر مشتاق الوتکې د جوړولو ټیکنالوجي په اصل کښې د سویډن هیواد ده چې په پاکستان کښې د دغه هیواد په لایسنس سره جوړیږي.

پاکستان له دې مخکښې هم دغه ډول الوتکې په آذربایجان جمهوریت، نایجیریا، عربستان، عمان، جنوبي افریقې او د سیمې په ځینو نورو هیوادونو پلورلې دي.