چین پاکستان افغانستان سیمه ایزي اوتجارتي ملګرتیاوي پراخوي
د چین ،پاکستان او د افغانستان دطالبانو د خارجه وزیرانو ګډه غونډه پرون د سیمه ایزو ارتباطاتو ،سیاسی او تجارتی مشارکت او همداراز دترهه ګرۍ په ضد د ګډې مبارې په ایجنډا سره په اسلام اباد کې ترسره شوه.
د پاکستان خارجه وزارت پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،درې واړو هیوادونو د خپل مینځیو ملګرتیاؤ د پراختیا او ګډو ګټو ته د لاس رسي لپاره دهڅې په باب په مثبتې او دوستانه فضا کې بحث اومشورې وکړې. د پاکستان د خارجه وزارت په دغې ا علامیې کې راغلي دي، اسلام اباد بیجینګ او کابل په سیاسی ،تجارتي ،سیمه ایزو ارتباطاتو په پراختیا او په تیره بیا له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په ډګر کې د دوي د ګډون او ملګرتیاؤ د دوام پر اهمیّت ټينګار وشو.
د پاکستان خارجه وزارت اعلان کړ ،چې په درې اړخیز چوکاټ کې د سیمه ایزو ملګرتیاؤ لپاره له چین او افغانستان سره د ګډ پروګرام دپرمخ بیولو ته لیوالتیا لري.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، درو واړو خارجه وزیرانو پرسیمه ایزو او دوو اړخیزو اړیکو کې په پراختیا په ټينګار سره وئيلي دي،چې سیمه د سیمه ایزو هیوادونو او په تیره بیا دګاونډیو هیوادونو په رغنده رول لوبونې او دملګرتیاؤ په پراختیا سره پرمختګ کوي او د هر یوه هیوادسوله او ثبات د ټولو ګاونډیانو او سیمې له سولې اوثبات سره اړه لري.
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د طالبانو خارجه وزیر د چین او پاکستان خارجه وزیرانو سره په جلاجلا کتنو کې هم په دوو اړړخیزو او سمیه ایزو اړیکو او ملګرتیاؤ په پراخولوټينګار کړی او و ئيلي ئې دي ،پاکستان او چین باید د افغانستان لاس نه خوړلو کانونو او زیرمو په ویستلو کې پانګونه وکړي چې هم د افغانستان او هم د دوي او د هم دسیمې او نړۍ په ګټه ده او هم به د ترهه ګرۍ د پراختیا مخنیوی وشي.
وئيل کیږي ،له دغو لیدو کتو وروسته د چین او پاکستان خارجه وزیرانو په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې د افغانستان پر طالب حکومت غږ کړی،څو پخپلو ژمنو دې عمل وکړي او له دې سره په یووخت دې د افغانستان د ولس د کړاؤنو د کمولو لپاره ددغه هیواد له موقته واکولانو سره د نړیوالې ټولنې ددوامدار تعامل د ضرورت په باب هم چمتووالی نندارې ته وړاندې کړي. په راپور کې وئيل شوي دي ،له دغې ناستې وروسته د افغانستان د طالبانو دحکومت خارجه وزیر د پاکستان د سیاسی او مذهبی ګوندونو له مشرانو په تیره بیا مولانا فضل الرحمن او سراج الحق سره لیده کاته وکړل.