د اسلام اباد هائي کورټ د عمران خان نیولل قانوني وبلل
ټاکل شوې ده ، د پاکستان احتساب اداره به نن عمران خان د سیشن کورټ په ځاي د اسلام اباد پولیس لاین هیډکوارټر کې عدالت ته وړاندې کړي او د عدالت محاکمه به په ګیسټ هاؤس کې ترسره
زمونږخبریال د دینا نیوز له قوله راپور راکړ، پرون د اسلام اباد داحتساب ادارې له خوا په ډرامائي انداز سره د اسلام اباد هائي کورټ په حدودو کې عمران خان په داسې حال کې ونیوۀ چې هائي کورټ ته د ضمانت لپاره م عدالت ته روان ؤ او د عدالت په حدودو کې ؤ، چې په دې نیونې باندې د هائي کورټ مشر قاضي غبرګون وښود او سملاسي ئې د پولیسو آئي چي او د احتساب ادارې ډی جي وروغوښت . البته د دلیلونو له اوریدو وروسته دهائي کورټ مشر قاضي ومنله چې دعمران خان نیولل قانوني بڼه لري.
وورستي راپورونه ښئ چې ټاکل شوې ده ، د پاکستان احتساب اداره به نن عمران خان د سیشن کورټ په ځاي د اسلام اباد پولیس لاین هیډکوارټر کې عدالت ته وړاندې کړي او د عدالت محاکمه به په ګیسټ هاؤس کې ترسره شي.داهم وئيل شوي چې ممکنه ده احتساب اداره له عدالته وغواړي څو دوي ته دې اجازت ورکړي چې عمران خان د څو ورځو لپاره ریمانډ کړي او پخپلو جرمونو اعتراف وکړي.
په راپور کې ويل شوي دي چې له پرون راهسې په دټول پاکستان کې د تحریک انصاف پلویانو دعمران خان په نیول کیدا اعتراضیه غونډې او مظاهرې کړي اوټاکل شوې ده چې نن د اسلام اباد پشمول په سترو ښارونو کې بیا مظاهرې او اعتراضونه وشي ، چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت په اسلام اباد ،پنډئ لاهور او کراچۍ په څير په ځینو سترو ښارونو کې ۱۴۴دفعه لګولې او پر غونډيدا او مظاهرو ئې بندیز لګولی ګواښ ئې کړی چې که چا د قانون په لاس کې د اخستو هڅه وکړه نو سخت چلند به ورسره وشي.