اسلام اباد کښې پرلتۍ پاې ته ورسیده
(last modified Tue, 16 May 2023 01:09:05 GMT )
May 16, 2023 05:39 Asia/Kabul
  • اسلام اباد کښې پرلتۍ پاې ته ورسیده

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د ‌ډیموکراټیک غورځنګ رئیس او د جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان څانګې مشر مولانا فضل الرحمان په اسلام اباد کښې د سترې محکمې مخ ته پرلتې وهل ختم اعلان کړل.

مولانا فضل الرحمان خپلو پلویانو ته په وینا کښې وویل دغه پرلتۍ ختمه کړئ او که چیرې ضرورت شي نو مونږ به بیا اسلام اباد ته راشو.

د پاکستان د تحریک انصاف یوه مشر تیمورخان جهګړا وویل د پاکستان د ډیموکراټیک غورځنګ د اسلام اباد پرلتۍ د هیواد د تاریخ تر ټولو لنډه پرلتې وهل وبلل شول.

دغه راز د پاکستان تحریک انصاف  ګوند ادعا کړي ده چې حکومت تراوسه د دغه ګوند اوه زره پلویان په غیرقانوني ډول نیولي دي او هغه محکمو ته نه حاضرول کیږي.

تحریک انصاف ګوند وویل حکومت غواړي چې دغه نیول شوي کسان د تحریک انصاف او د هغه د مشر عمران خان پرضد له دروغو ډکې خبرې وکړي.