په خوست کې د پاکستاني ډرون حملې کې یوشمیرکسانوته مرګ ژوبله اوښتې  
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i132970-په_خوست_کې_د_پاکستاني_ډرون_حملې_کې_یوشمیرکسانوته_مرګ_ژوبله_اوښتې
 په راپور کې وئيل شوي چې په برید کې د وزیرستان اوسېدونکی دیني عالم مفتي فاروق په نښه شوی دی چې په خوست کې ولسي سرچینې هم دا خبره تاییدوي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 17, 2023 00:12 Asia/Kabul
  • په خوست کې د پاکستاني ډرون حملې کې یوشمیرکسانوته مرګ ژوبله اوښتې  

 په راپور کې وئيل شوي چې په برید کې د وزیرستان اوسېدونکی دیني عالم مفتي فاروق په نښه شوی دی چې په خوست کې ولسي سرچینې هم دا خبره تاییدوي.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، دافغانستان  دخوست ولایت ځاي سرچینو وئيلي دي ،بیګا نیمه شپه د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په بهرام خېلو کلي کې  د یوه دیني عالم په کور کې یوه چاودنه وشوه چې د سرچینو په وینا احتمالاً د پاکستان د ډرون برید  وي.

د تحریک طالبانپاکستان  یوه سرچینه وايي، دا چاودنه د پاکستان د بې‌پیلوټه الوتکې یا ډرون د برید پایله وه.

 په راپور کې وئيل شوي چې په برید کې د وزیرستان اوسېدونکی دیني عالم مفتي فاروق په نښه شوی دی چې په خوست کې ولسي سرچینې هم دا خبره تاییدوي.

په خوست کې د طالبانو امنیتي چارواکي بیا دا احتمال نه ردوي چې دا به د ډرون برید وي، خو د امنیې قوماندانۍ ویاند مستغفر ګربز   وائي  دوی په دې اړه تحقیقات کوي.پېښه سهار تقریباً ۳ بجې د اسماعیل خېلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده، خو تر اوسه معلومه نه‌ده چې علت یې څه دی. ایا ډرون برید دی، په کور کې چاودېدونکي توکي وو او که چا برید پرې کړی. په دې اړه پلټنې روانې دي. په پېښه کې دوه ماشومانې وژل  شوي او دوه نور ماشومان- یوه نجلۍ او یو هلک ټپیان دي."

د ګربز په وینا په چاودنه کې مفتي فاروق ته زیان نه‌دی اوښتی.

په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له دې چې د پاکستان پوځ په قبایلي سیمې وزیرستان  کې د ټي ټي پی په ضد د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات پیل کړل، له یو میلیون ډېر ملکي وګړي له خپلو مېنو وتلو ته اړ شول.

Image Caption