د فلسطینیانو په ضد  د صهیونیسټي رژيم جنایتونه په کلکه محکوموو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i133070-د_فلسطینیانو_په_ضد_د_صهیونیسټي_رژيم_جنایتونه_په_کلکه_محکوموو
اسلام اباد  دقدس شریف په پلازمینې د یوه خپلواکه فلسطینی هیواد د جوړیدا لپاره پر خپلې غوښتې ټینګار کوي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 19, 2023 00:35 Asia/Kabul
  • د فلسطینیانو په ضد  د صهیونیسټي رژيم جنایتونه په کلکه محکوموو

اسلام اباد  دقدس شریف په پلازمینې د یوه خپلواکه فلسطینی هیواد د جوړیدا لپاره پر خپلې غوښتې ټینګار کوي.

د پاکستان حکومت په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم وروستۍ حملې  چې د لسګونو فلسطینانو د شهادت له امل شوي په کلکه محکومې کړي دي.

ایرناخبری اژانس راپور ورکړ، د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن  ممتاز زهرا بلوچ پرون په اسلام اباد کې په  خبری کنفرانس کې  کې ووئيل دغه هیواد د غزې تړانګې بدلونونه له نزدې څاري او دفلسطین په نیواکي ټاټوبو کې  دتاؤتریخوالو په زیاتیدا ډير  اندیښمن دی.

میرمن ممتاز زهرا ، د صهیونیسټي رژيم په وروستیو بمباریو کې د ماشومانو او ښځو پشمول  دلسګونو فلسطیینانو  شهادت یوه غمیزه بللې  او د قربانیانو د  کورنیو پشمول له فلسطیني ملت سره ئې خواخوږي ښودلې ده. د پاکستان ن دخارجه وزارت ویندوئې  د ملګروملتو دامنیت شورا  او د اسلامی ملګرتیاموسیسې  د پریکړه لیکونوپه اساس د فلسطین د موضوع د  حل په ضرورت په ټينګار سره  ووئيل، اسلام اباد  د قدس شریف په پلازمینې د یوه خپلواکه فلسطینی هیواد د جوړیدا لپاره پر خپلې غوښتې ټینګار کوي.