پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند دوو جګپوړو غړو استعفاوې کړې
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د تحریک انصاف ګوند دوو جګپوړو غړو استعفاوې کړې چې دا هغه ته عمده ګوزار ګڼل کېږي.
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د تحریک انصاف ګوند دوو جګپوړو غړو استعفاوې کړې چې دا هغه ته عمده ګوزار ګڼل کېږي.
د هغه یوې نژدې همکارې شیرین مزاري ویلي، د زنداني کېدو سختیو يې پر روغتیا اغېز کړی دی. هغې د دې میاشتې تاوتریخوالی وغانده چې د هغې د توقیف لامل شو.
د پي ټي آی پخواني وزير فياض الحسن چوهان هم استعفا ورکړه او ويې ويل چې دا د يو سیاستوال دنده نه ده چې له رياست سره ټکر وکړي.
بله خوا په ورته وخت د عمران خان د تحریک انصاف ګوند مرستیال او د هغه حکومت کې بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم له خوشي کېدو سملاسي وروسته بېرته نیول شوی.
شاه محمود قریشي د سه شنبې په ورځ وروسته له هغې چې د اسلام اباد عالي محکمې (IHC) د هغه د خوشي کولو امر وکړ، د پنجاب پولیسو د راولپنډۍ له اډیاله زندان بهر بېرته ونیو.
پولیسو لا د هغه د بیا نیولو په اړه توضیحات نه دي ورکړي خو تېر ځل يې تاوتريخوالي ته د خلکو د هڅولو په تور نیولی و.
دا پراخ تاوتریخوالی د فساد په تور د عمران خان له نیولو وروسته پیل شو.
هغه په ضمانت خوشی شوی، خو د ګوند زرګونه پلویان او لوړ پوړي مشران يې په توقیف کې دي.
شنونکي وايي غړي يې تر فشار لاندې دي چې دغه ګوند پریږدي.