د پاکستان په تحریک انصاف ګوند بندیز لګیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i133382
مهر خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د فعالیت د بندیدا د احتمال خبر ورکړ.
(last modified 2023-05-25T01:49:51+00:00 )
May 25, 2023 04:12 Asia/Kabul
  • د پاکستان په تحریک انصاف ګوند بندیز لګیږي

مهر خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د فعالیت د بندیدا د احتمال خبر ورکړ.

هغه پرون په دې خبرې سره چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند فعالیت ملي ګټو ته تاوان رسولی دی وویل په دغه ګوند باندې  په بندیز لګولو غور روان دی.

د  مالي فساد په تور باندې  په روانې میاشت کښې د عمران خان نیولو په ټول پاکستان کښې سیاسي او ټولنیزه بې ثباتۍ رامینځته کړي وه.

عمران خان ټینګار کړی دی چې زما پرضد د فساد تورونه دروغ دي او هغه د پاکستان له پوځ سره مقابلې ته مخه کړي ده.