ګلګت بلتستان کښې یولس کسان وژل شوي
May 27, 2023 10:42 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان په ګلګت بلتستان سیمه کښې نن سهار د واورې د ښویدا له کبله کابو یولس کسان مړه شول او پینځویشت نور ژوبل شوي دي.
د ګلګت د دیامیر استور سیمې د پولیسو چارواکي طفیل میر وویل د واورې دغه ښویدل نن سهار وختي رامینځته شوي دي او په یولسو وژل شویو کسانو درې ښځې هم شاملې دي.
بل خبردا چې د پاکستان په ډيره اسماعیل خان سیمه کښې په یوه موټر سایکل کښې په ځان وژونکي حملې کښې دوه پوځیان وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي چې درې پکښې مرګي حاله دي.
خپلواکه سرچینو د پاکستان د عسکرو وژله او ژوبله نه ده تائید کړي.
دغه راز د پاکستان د پنجاب صوبې په بیلابیلو سیمو کښې د پولیسو د عملیاتو په وخت دولس ترهګر نیول شوي دي.
ټیګونه