مالیزیا د پاکستان یوه بوینگ الوتکه ضبط کړه.
May 30, 2023 10:19 Asia/Kabul
مالیزیا نن د پاکستان هوایي شرکت PIA یوه ۷۷۷ بوینگ مسافروړونکې الوتکه په کوالالمپور کې نیولې او ضبط کړې ده.
مالیزیا د پاکستان یوه بوینگ الوتکه ضبط کړه.
مالیزیا نن د پاکستان هوایي شرکت PIA یوه ۷۷۷ بوینگ مسافروړونکې الوتکه په کوالالمپور کې نیولې او ضبط کړې ده. رسنیو د مالیزیايي چارواکو له قوله ویلي چې دغه الوتکه مالیزیا پاکستان ته په کرایه ورکړې وه او تر اوسه یې پاکستان د یادې الوتکې له امله ۴ میلیونه ډالر کرایه پوروړی دی.
د معلوماتو له مخې د یادې کرایه د نه ورکړې له امله مالیزیایي چارواکو یاده الوتکه نیولې او ضبط کړې ده.
ټیګونه