شمالي وزیرستان کې دوو پولیسو ته مرګ ژوبله
May 31, 2023 11:18 Asia/Kabul
د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د پولیو ضد واکسین د رضاکارانو په امنیتي کسانو ډزې شوي چې په کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د پولیو ضد واکسین د رضاکارانو په امنیتي کسانو ډزې شوي چې په کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
په شمالي وزیرستان کې د پولیسو مشر ویلي چېي دغه پېښه د تحصیل سپین وام سیمه کې رامنځته شوې او برید کوونکي له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د پېښې سیمه یې د پولیسو له لورې معاصره شوې، ترڅو عاملین پیدا کړي.
په وروستیو کې شمالي وزیرستان د پاکستان هغه سیمه ده چې د مرګ ژوبلې زیات خبرونه ترې خپریږي.
ټیګونه