پاکستان کې د داعش یو مهم غړی وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i134024-پاکستان_کې_د_داعش_یو_مهم_غړی_وژل_شوی
د پاکستان خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د سبحان الله په نوم د داعش ډلې یو خطرناک غړی وژل شوی دی.
(last modified 2023-06-06T07:16:18+00:00 )
Jun 06, 2023 11:11 Asia/Kabul
  • پاکستان کې د داعش یو مهم غړی وژل شوی

د پاکستان خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د سبحان الله په نوم د داعش ډلې یو خطرناک غړی وژل شوی دی.

د پاکستان خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د سبحان الله په نوم د داعش ډلې یو خطرناک غړی وژل شوی دی.

په سیمه کې د پولیسو مشر امجد خان د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، پولیس د باجوړ په منډال خور شیخ مینو سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې د سبحان عرف عثمان په نوم د داعش ډلې هغه مهم غړی ووژل شو چې په امنیتي ادارو یې د بریدونو طرحې جوړولې.

نوموړي زیاته کړه، د هغه نور ملګري له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو یو کلاشینکوف، درې شاجرونه، ۲۸ بېلا بېل ډوله بمونه او نور توکې ترې تر لاسه شوي دي.

د یادونې وړده چې د خیبر پښتونخوا حکومت د داعش د یاد غړي د وژنې په سر دوه میلیونه پاکستانۍ کلدارې انعام اېښودلی وو.