افغانستان کې سوله او ثبات د ټولو په ګټه دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i134272-افغانستان_کې_سوله_او_ثبات_د_ټولو_په_ګټه_دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، په افغانستان کې د سرپرست حکومت په اړه د پاکستان او نړیوالې ټولنې دریځ یو شان دی.
(last modified 2023-06-11T21:10:38+00:00 )
Jun 12, 2023 01:38 Asia/Kabul
  • افغانستان کې سوله او ثبات د ټولو په ګټه دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، په افغانستان کې د سرپرست حکومت په اړه د پاکستان او نړیوالې ټولنې دریځ یو شان دی.

د سپوږمۍ راډیو د خبر له مخې، ده له سرپرست حکومته غوښتنې چې له نړیوالې ټولنې او خپلو خلکو سره کړې ژمنې عملي کړي.

زرداري له الجزیره شبکې سره په مرکه کې ستونزو ته د رسېدو یوازېنۍ حل‌لار، د افغانستان له اوسني حکومت سره د نړیوالې ټولنې تعامل بللی او زیاته کړې یې ده، چې په افغانستان کې امنیت او ټیکاو د ټولو په ګټه دی.