پاکستان کې د انساني قاچاق کوونکو د نیول کېدو پیل
Jun 22, 2023 02:54 Asia/Kabul
د پاکستان پولیسو ویلي چې د تازه اقداماتو په ترڅ کې یې په دغه هېواد کې اوه تنه د انسانانو د قاچاق په تور نیولي.
د پاکستان پولیسو ویلي چې د تازه اقداماتو په ترڅ کې یې په دغه هېواد کې اوه تنه د انسانانو د قاچاق په تور نیولي.
یاد اقدامات وروسته له هغې کیږي چې تېره اونۍ په یونان کې یوه بېړۍ چې په کې شاوخوا ۵ سوه تنو څخه زیات سپاره وو، ډوبه شوه چې په کې ډیری کسان پاکستاني اتباع وو.
پولیس وایي، نیول شوي هغه کسان دي، چې اروپا ته خلک قاچاقي وړي.
یو کس چې له پاکستانه اروپا ته ځي قاچاقبر ته د پنځه زرو او اتو زرو ډالر ترمنځ پیسې ورکوي.
ټیګونه