پاکستان د TTP سره د خبرو احتمال رد کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i134816-پاکستان_د_ttp_سره_د_خبرو_احتمال_رد_کړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي سره د خبرو هر ډول احتمال رد کړ.
(last modified 2023-06-22T23:55:23+00:00 )
Jun 23, 2023 04:22 Asia/Kabul
  • پاکستان د TTP سره د خبرو احتمال رد کړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي سره د خبرو هر ډول احتمال رد کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي سره د خبرو هر ډول احتمال رد کړ.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د دغه وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي، له پاکستاني طالبانو سره د خبرو لپاره د دوی دریځ هماغه دی لکه مخکې چې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري اعلان کړی دی.

زرداري په تېره جنوري میاشت کې اعلان کړی و، چې د پاکستان د حکومت مشرتابه له هغو ترهګریزو ډلو سره چې د دوی د هېواد اساسي قانون او نورو قوانینو ته درناوی نه لري، خبرې نه کوي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان اکسپریس ټریبیون ورځپاڼې وویل، د افغان طالبانو حکومت هڅه پيل کړې، چې پاکستاني طالبان د پاکستان له حکومت سره خبرو ته کېنوي.

د طالبانو حکومت تېر کال هم په کابل کې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو د خبرو منځګړیتوب وکړ.

ټي ټي پي د تېر کال په نومبر کې د پاکستان له حکومت سره شوی اوربند پای ته ورسوه او له همغه مهاله یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.