نړۍ دې  دافغانستان له طالبانو سره تعامل ولري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i135152-نړۍ_دې_دافغانستان_له_طالبانو_سره_تعامل_ولري
 د پاکستان د خارجه وزارت قایمقام اسد مجید خان ټوکیو ته پخپل وروستي رسمي سفر کې  ووئيل، د افغانستان له مقوقتي  واکوالانو سره د نړیوالې ټولنې تعامل ددغه هیواد له مشکلاتو سره دمرستې لپاره سمه لاره چاره کیدلی شي.
(last modified 2023-07-01T04:06:13+00:00 )
Jul 01, 2023 08:32 Asia/Kabul
  • نړۍ دې  دافغانستان له طالبانو سره تعامل ولري

 د پاکستان د خارجه وزارت قایمقام اسد مجید خان ټوکیو ته پخپل وروستي رسمي سفر کې  ووئيل، د افغانستان له مقوقتي  واکوالانو سره د نړیوالې ټولنې تعامل ددغه هیواد له مشکلاتو سره دمرستې لپاره سمه لاره چاره کیدلی شي.

د پاکستان د خارجه وزارت قایمقام د افغانستان د سیاسی وامنیتی او اقتصادي دړې وړې کیدانتیجې ددغه هیواد ګاونډیانو ته متوجه وبللې او وې وئيل،نړیواله تولنه دې د طالبانو د حکومت د منزوي کیدالپاره د هڅې په ځاي  له دوي سره تعامل ولري.

 د پاکستان د خارجه وزارت قایمقام اسد مجید خان ټوکیو ته پخپل وروستي رسمي سفر کې  ووئيل، د افغانستان له مقوقتي  واکوالانو سره د نړیوالې ټولنې تعامل ددغه هیواد له مشکلاتو سره دمرستې لپاره سمه لاره چاره کیدلی شي.

هغه خبرداری ورکړچې که په افغانستان کې سیاسی ،اقتصادي یا امنیتی دړې وړې کیدا رامینځةشي ،نو دغه وضعیّت  په هر یوه هیواد په تیریه بیا  له افغانستان سره پر نزدې ګاونډیانو باندې اغیزې وشیندي،نو ځکه مونږ له دغې ډ لې سره له تعامل پرته بله هیڅ ټاکنه نه لرو.

اسد مجید خان  چې دتیرې میاشتې په وروستیو کې  ئې د ایران او پاکستان د دوو اړخیزو سیاسی مشورو لپاره تهران ته سفر راکړی ؤ ووئيل، پاکستان په افغانستان کې د میرمنو دحقوقو په باب د لویدیځ له انديښنو سره شریک دی ،خو ددغه هیواد منزوي کیدا د لازیاتې بې ثباتۍ سبب کیږي.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د پاکستان دغه لوړپوړي ډيپلوماټ  د تحریک طالبان پاکستان له هغې ترهه ګرې ډلې یا ټي  ټي پي سره  په چلند کې  ددغه هیواد  چیلنج  په باب  چې د افغانستان له طالبانو سره نزدې ارتباط لري ،ووئيل،  له دغې ډلې سره به هیڅ ډول تعامل  یا خبرې اترې ترسره نشي  او  اسلام اباد په دې باب روښانه دریځ لري.