دسویډن د شیانوبایکاټ په پاکستان کې دټویټر په لومړنی ټرینډ بدل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i135186-دسویډن_د_شیانوبایکاټ_په_پاکستان_کې_دټویټر_په_لومړنی_ټرینډ_بدل_شو
په سویډن کې د قران کریم د سوزولو د شیطانی اقدام پرضد د غندنو په دوام سره د سویډنی شیانو بایکاټ هشټیګ په پاکستان کې دټویټر په لومړنی ټرینډ بدل شو .
(last modified 2023-07-02T02:06:32+00:00 )
Jul 02, 2023 06:07 Asia/Kabul
  • دسویډن د شیانوبایکاټ په پاکستان کې دټویټر په لومړنی ټرینډ بدل شو

په سویډن کې د قران کریم د سوزولو د شیطانی اقدام پرضد د غندنو په دوام سره د سویډنی شیانو بایکاټ هشټیګ په پاکستان کې دټویټر په لومړنی ټرینډ بدل شو .

د جون په ۲۸نیټه د سلوان مومیکا په نامې یوه عراقي توکمه سویډي ښاریز په سټاک هم کې د د قربانۍ دلوي اختر  دچټیانو په لومړنۍ ورځ ددغه ښار  دیوه مرکزی جومات په وړاندې  د قرآن پاک یوه نسخه وشلوله او بیا ئې ورته  اور  واچوؤ.

دا لومړې ځل ندې چی د سویډن هیواد د بیان د ازادۍ په پلمه د مسلمانانو پرضد دغه ډول سپکونکی او شرمونکی اقدام تکراروی .تیر کال هم په سټاک هوم کې د ترکیې د سفارت په وړاندی دغه غیر انسانی اقدام ترسره شوی وو .