اسرائیل رژیم ته د سفر په تور ۵ پاکستاني وګړې نیول شوي
Jul 06, 2023 03:09 Asia/Kabul
د پاکستان د تحقیقاتی فډرل پولیسو اعلان وکړ چي ۵ هغه پاکستاني وګړي یې نیولې چي اسرائیل رژیم ته سفر کړی او د دې رژیم له شرکتونو سره یې کار کول.
د ایرنا له راپور سره سم، د پاکستان د تحقیقاتي فډرل پولیسو (FIA) تېره ورځ اعلان وکړ چي دغو پاکستاني وګړو له اردن څخه په اروپایي ویزو باندې نیواکي فلسطین ته وررغلي او څو کاله په تل اویو کې پاته شوي او مختلفو صهیونیستي شرکتونو سره یې کارونه کړي دي.
د دې راپور سره سم، دغو کسانو له اردن څخه کراچی ته د راستنېدو پر مهال نیول شوي او د پآکستان د اساسي قانون د ماتولو په جرم به محکمه شي.
د پآکستان حکومت صهیونیستي رژیم په رسمیت نه پېژني او له دغه رژیم سره هیڅ ډول رسمي او غیر رسمي اړیکې نه لري، پاکستان د فلسطین د ولس د مبارزې یو اصلي ملاتړ دی.
ټیګونه